پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بریدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۵، دوشنبه)
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي اډې چې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پروت دی توغنديز بریدونه ترسره شوي دي.
بګرام کې هوايي اډې ته نږدې سرچينې وايي، تيره شپه او نن سهار پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه وشول چې په داخل کې د بهرنيانو استوګن ځايونو ته نږدې لګيدلي دي.
طالبانو د دغه بریدونو مسؤوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې له تيرې شپې راهيسې دوه ځلې د بګرام هوايي ډګر د طالبانو تر توغنديزو بریدونو لاندې راغلی چې هغوی ته پکې تلفات اوښتي دي.
د ذبيح الله مجاهد په خبره:”تیره شپه او نن سهار د بګرام پر هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو ستره ځاله ده، توغندیز بریدونه وشول. اشغالګرو ته درانه ځاني اومالي تلفات اوښتي “.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دغه بريدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.
طالبان په داسې حال کې پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه کوی چې نږدې څو ورځې مخکې يې هم پر دغه هوايي ډګر تر موټربم بریدونو وروسته هوايي ډګر ته وسله وال دننه کړل او په وينا يې لسګونه بهرنيو سرتيرو ته يې پکې مرګ ژوبله واړوله.


