په منفي رقابت کې د خدمت ادعاوې کاملا درواغ دي

ډاکټر یوسف اکبري

د حکومت د ادارې د واک لپاره منفي او مثبت رقابت

د حکومت دادارې هدف د ملي اهدافو ( ازادي، امنیت، عدالت او پرمختګ ) د لاسته راوړلو له لارې ملت ته خدمت دی.

هغه ډلې او افراد چې د وطن ازادي ترټولو لومړی هدف دی  لمنځه وړی او یا ورته اعتنا نه کوي هغه هیڅ د وطن په خیر ندی د هغوی د امنیت، عدالت او پرمختګ دعوې درواغ دی.

نوموړې ډلې په هر ملک کې  مزدورې او ملي خاینین بلل کیږي د پردیو له خوا په ملت تپل شوې وي چې د ملک په سیاست کې هیڅ دایمي ځای نه لري. مګر مشروعه سیاسي ډلې په ازاد ملک کې د ازادۍ، امنیت، عدالت او پرمختګ په سر رقابت کوي.

هغه سیاسي ډلې چې د ملک ازادي، امنیت عدالت او پرمختګ غواړي هغه دوه قسمه رقابت لري:

مثبت رقابت: هریوه مشروعه سیاسي ډله په ازاد وطن کې د ازادۍ د ساتلو، امنیت عدالت او پرمختګ لپاره یو پلان لري او د پلي کولو ظرفیت یې هم لري خو په پلانونو کې یې فرق وي، او هریو دعوه لري که د هغوی پلان تطبیق شي نو د ملک د ازادۍ امنیت عدالت او پرمختګ لپاره چې د بې کارۍ د لمنځه وړل، د تولید زیاتیدل، د نرخونو جوړوالی فقر او د ښه ژوند تامنیدل او داسې نور پکې مضمر دي ښه نتایج لری.

هر یو د شفاف او مشروع حکومت تر سیوري د قوانینو مطابق کمپاین او انتخابات کوي او نتایج پکې هر یو ته قابل د قبول وي. او هریو چې قدرت ته ورسیږی نو یو څه لاسته راوړنې لري او رقیب یې ورسره په معارضه کې وي اوهر منفي کار یې رابرسیره کوي او د حکومت په کارونو رقیب وي. حاکم ګوند محاسبې ته هڅیږي او ملت ته علی الاقل 80 فیصده کوشش کوي چې ملت د خدمت لاسته راوړنې ولري.

منفي رقابت : کله چې په ازاد هیواد کې یوه یا ډیرې ډلې د زر او زوراو تذویر په خاطر د ملي اهدافو دتش په نامه شعار لاندې د حکومت د ادارې لپاره رقابت کوي او ظرفیت یې هم نه لري. او رقابت یې په جنګ، د خلکو په قتلولو او د ملي شتمنیو په لوټولو منجر شي نو هغه منفي رقابت دی.

 پدغسې حالت کې د ملت سیاست په یو لوی غم بدلیږی چې فیصله یې ډیره سخته وي. پداسې حالاتو کې د حکومت وجود د نه شتون سره مساوي وي، د خدمت چیغې کاملا درواغ وي او حکومتي کارکونکي اوبیروکراتان پکې د ځان د خوندیتوب او ژوند لپاره د سیاسیونو مزدوران او شریکان وي، امنیت اوعدالت پکې سرخوړلی وي، بیکاري او فقر پکې زیاتیږی,

زورواکان پکې پړسیږي او غریب پکې غرقیږي، یا ترې چاپلوس جوړیږي، یا ډاکو او یا بل څه. دسیاسي اختلاس  په وجود کې حکومتي تشکیلات پړسیږي د مصرف د پوره کولو لپاره د حکومت څخه ډاکو جوړیږي. رشوت پکې عام کیږی.مالیات، قانوني او غیر قانوني اخذې پکې  بدون د کوم فني او مسلکي معیارونو لوړیږي هم یې وژني او هم یې پیسې لوټي.

پداسې حالاتو کې خبرې د عمل 1000 فیصده وي او عمل صفر ته تقرب کوي، ملت پداسې حالاتو کې ګمراه او لاره ترې ورکیږي.

صلحه زمونږ د ټولو مشکلاتو علاج دی. د صلحې په راوړلو کې د ټولو سیاسیونو ملي اهدافو ته چې تر ټولو اول ازادي ده ژمنتیا مهمه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button