طالب وياند: هرات کې د ګډو ځواکونو چاپه ناکامه، دوه امریکايي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۵، دوشنبه)

د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپينو عملياتو کې کومانډو او امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عملیات وړمه شبه د يادې ولسوالۍ مربوط په ماروا بازار سیمه کې ترسره کيدل چې د طالبانو له وسله وال غبرګون سره مخ شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکي، ګډو ځواکونو غوښتل چې په ياده سیمه کې عمليات وکړي خو د طالبانو له خوا پرې بريدونه ترسره، چاپه يې ناکامه او دوه امریکايي عسکر پکې ووژل شول.

د ښاغلي احمدي په خبره:”وړمه شپه د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍماروا بازار سیمه کې د چاپې په مهال۲تنه اشغالګر امریکایي عسکردمجاهدینوپه برید کې ووژل شول اویوتن کمانډو عسکرژوبل شواو ددښمن چاپه ناکامه او عسکر یې له سیمې وتښتیدل “.

ځايي اوسيدونکي او طالبان وايي، ګډو ځواکونو د بيرته تګ پر مهال په سیمه کې بمباري هم کړې خو چاته پکې زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو عسکرو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

وخت ناوخت د ګډو ځواکونو چاپې يا شپني عمليات د طالبانو له وسله وال غبرګون سره مخ کيږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسې له مخې دغه تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button