ملګري ملتونه: د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان دې اعلانېدونکې پايلې ومني

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، ليندۍ ۲۶، سه شنبه)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامچي یاماماتو د ولمسشمريزو ټاکنو پر نوماندانو غږ کړی چې د ټاکنيز کمېسيونونه خپل کار ته پريږدي او د ټاکنو پایلې ومني.

نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وکړې.

هغه وويل: “زه پر ټولو خواوو غږ کوم چې ټاکنیز بنسټونه پرېږدي او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو په ګډون خپل ټول مسوولیتونه سر ته ورسوي. کله چې شکایتونه د قانون پربنسټ وڅېړل شي، نو نوماندان او د هغوی ملاتړي هڅوم چې پایلې یې ومني”.

یاماماتو هيله څرګنده کړې چې ولسشمريزې ټاکنې ژر تر ژره اعلان تر څو نړيواله ټولنه له راتلونکي حکومت سره د پرمختيايي چارو، بې وزلۍ کمولو، بشري حقونو او نورو اړوندو چارو کې ګډ کار وکړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د افغانستان پر ولسمشريزو نوماندانو د ټاکنو پايلو د منلو غږ کوي چې شاوخوا دوه میاشتې د ولسشمرۍ انتخاباتو کيږي خو لا هم په ټاکنو کمېسيون کې د اختلافاتو، تخنیکي ستونزو، په رايو کې د درغليو، تقلب او انتخاباتو کې د خلکو د کمرنګه ګډون له کبله لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button