افغانستان کې په جنګي جنايت او قتلونو تورن استراليايي پوځي ځانوژنه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لیندۍ ۲۶، سه شنبه)

د اسټراليا د ای بي سي نيوز د راپور له مخې، هغه اسټراليايي پوځي ځانوژنه کړې چې افغانستان کې په جنګي جنايت او قتلونو تورن شوی و.

د کوين فراسټ په نامه دغه پوځي پنځه څلويښت کاله عمر لري او تيره اوونۍ د اسټراليا په باسلټون ښار کې له خپل کور څخه نادرکه او وروسته يې مړ جسد وموندل شو.

دغه اسټراليايي عسکر منلې وه چې یو بې ګناه افغان بندي يې تر شکنجو لاندې وژلی و او دغه پوځي درې کاله مخکې په افغانستان کې د بهرنيو او په ځانګړي ډول د اسټراليايي عسکرو له جنګي جرمونو پرده پورته کړې وه.

د کوين فراسټ کورنۍ د هغه د جسد له پيداکېدو وروسته وويل، چې له څيړنو معلومه شوه نوموړي عسکر ځانوژنه کړې ده.

د وروستيو راپورونو پر بنسټ، ډيری اسټراليايي پوځيانو ته د هغه جنګي جنايتونو او د بې ګناه خلکو د وژنو له کبله ډپريشن او رواني ناروغۍ پيدا شوي چې اسټراليايي رسنۍ  يې  د هغو سرتيرو د تلفاتو درې برابره دي، چې په افغانستان کې رامنځته شوي دي.

دوی وايي، له ۲۰۰۱م کال راهيسې د استراليا له څلور سوه زياتو پوځيانو ځان وژنې کړي دي.

د ځانوژنې دا ډول پیښې نه يوازې د اسټراليا په پوځيانو کې ليدل کيږي بلکې د امريکا دولت هم په دې اړه ډيره اندېښنه لري او ډيری هغه امريکايی پوځيان له رواني ناروغيو کړيږي چې افغانستان او عراق کې يې پوځي دندې کړي او ګڼ شمير نورو يې ځانوژنې هم کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button