خوست: ماین چاودنه کې لس تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لیندۍ ۲۶، سه شنبه)
د خوست ولايت په عليشيرو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په شمول لس کسان وژل شوي دي.
د خوست والي حليم فدايي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، دغه چاودنه نن سهار د یادې ولسوالۍ مربوط د ابوخانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د فدايي په وينا، په چاودنه کې لس ملکي وګړي وژل شوي چې پنځه نارينه، درې ښځې او دوه ماشومان دي.
نوموړی زياتوي، دغه کسانو غوښتل چې له خوست ولايت څخه لوګر ته د خپلو خپلوانو جنازې ته ولاړ شي خو په لاره کې پرې چاودنه شوې.
تر اوسه د دغه چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.



