(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۸، پنجشنبه)
د راپورونو له مخې، د کابل ښار پنځمې حوزې مربوط د باغ داود سيمه کې چاودنې درې کسانو ته مرګ زوبله اړولې ده.
امنیتي مسؤولین وايي، دغه چاودنه نن پنجشنبه سهار مهال د پنځمې امنيتي حوزې او پغمان ولسوالۍ تر منځ پرته د باغ داود سيمه کې پر یوه هایلکس موټر کې شوې ده.
پولیس وايي، چاوديدونکو توکي په هایلکس موټر پسې نښلول شوي و چې په چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی او دا هم نه ده معلومه چې دغه موټر شخصي و او که کومې دولتي ادارې اړوند و.
ډير کله په کابل ښار کې په رينجرو، د دولتي چارواکو پر موټرو او د امنيتي ادارو پر وسایطو ورته ډول چاودنې کيږي چې مسؤوليت يې طالبان په غاړه اخلي خو تر دې دمه د دغه چاودنې په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

















