کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن پنجشنبه( دسمبر۱۹)د ټاکنو کمېسیون مرستیال مشر “عصمت الله مل” په خپلو څر ګندونو کې ويلي چې راتلونکې اونۍ به هرو مرو د تيرو ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.
د نوموړي په خبره په شپږو ولایتونو کې د ټاکنو لومړنیو پایلو د بیا شمېرنې او تفتيش پروسه بشپړه شوی، خو د هوا دخرابوالي له امله له فاریاب او بدخشان څخه پلازمينې کابل ته نتایجو را وړل له خنډ او ځند سره مخامخ شوي.
“مل” زياتوي چې په پاتې اوو ولایتونو کې تر بیا شمېرنې وروسته مواد کابل ته انتقال شوي، خو د درېیو ولایتونو پاتې دي چې له امله يې د لومړنیو پایلو اعلان ځنډيدلی دی.
اوس کمېسیون باور لري چې راتلونکې اونۍ به ټول دغه څه بشپړ او دوی به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون لخوا د لومړنيو پايلو د اعلان څو ځله ځنډ له امله اولس دکمېسيون په ژمنو باور نه کوي. خو چې د عمل په ډګر کې به داځل کمېسيون خپله ژمنه پوره کړي او کنه؟ د دې پوښتنې ځواب به راتلونکې ته پرېږدو.

















