(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳۰، شنبه)
د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر وايي، تر هغې چې يې له افغان خاورې ډاډ نه وي ترلاسه کړی نو ځواکونه به يې خپل ماموريت ته دوام ورکړي.
ايسپر پرون په واشنګټن کې خبريالانوته وويل، “مونږ به افغانستان کې ماموريت لرو، تر هغې چې دا ډاډ ترلاسه نه کړو چې افغانستان به د تروریستانو پر خوندي ځای نه بدليږي نو خپل ماموريت ته به دوام ورکوو او ځواکونه به مو هلته پاتې وي”.
نوموړي وويل، یا د سولې موافقې په صورت کې او یا پرته موافقې د امریکايي عسکرو د شمير کمولو سره کومه ستونزه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې راپورونه ورکول شول چې امريکا افغانستان کې خپل ځواکونه کموي.
دا مهال افغانستان کې د ديارلس زره په شاوخوا کې امریکايي او له لسو زرو زيات د ناټو هيوادونو عسکر ميشت دي.
امريکا له تير یوه کال راهيسې طالبانو سره د افغان جګړې ختمولو او عسکرو ايستلو په اړه خبرې روانې کړي چې په دغه خبرو کې له افغانستانه د ټولو بهرنيو پوځيانو وتل، د طالبانو له مهمو غوښتنو څخه یوه ده.
باوري سرچينې وايي، طالبان او امريکايي لوری په دغه مذاکراتو کې يوې موافقې ته نږدې شوي خو د بين الافغاني خبرو پر سر يې لا هم خبرې روانې دي چې د موافقې د لاسليک وخت يې اوږد کړی دی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون د جمعې په ورځ په خپله رسمي ټويټر پاڼه وليکل: بین الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلیږي چې د امریکاسره د ټولو خارجي عسکرو د وتلو توافقنامه لاسلیک شي. په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول افغان جهتونه شامل وي، دا زمونږ موقف دی او وخت په وخت مو مطبوعاتو ته ویلی.


















