د امريکا سفير: د ټاکنو لومړنۍ پايلې نهايي نه دي، وروستيو پايلو ته انتظار پکار دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د ټاکنو کمېسيون له لوري د ټاکنو لومړيو پايلو اعلان ته په غبرګون کې د امریکا سفیر ویلي، د کمېسیون له لوري اعلان شوې پایلې نهایي نه دي.

جان بس پرخپله رسمي ټویټرپاڼه د ولسمشرۍ انتخاباتو پایلو د اعلان هرکلی کړی، خو د ده په خبره دغه پایلې نهايي نه دي او وروستیو نتایجو ته لاڅو ګامه پاتې دي.

نوموړی وایي، اوس باید ټول ټاکنيز ټيمونه او ډلې د شکایتونو کمېسیون پریکړې ته انتظار وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button