ډاکټر عبدالله: په تقلب او درغلیو ولاړې پايلې نه منو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د ګډ حکومت اجرائيه رييس او د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، د کمېسيون له لوري د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.

د کمېسيون له لوري د لومړنیو پایلو له اعلان څو شېبې وروسته، ډاکټر عبدالله پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ټاکنو کې درغلي شوې او د دوی غوښتنې او اندېښنې له پامه غورځول شوي دی.

ټاکنو کمېسيون نن يکشنبه(۱ مرغومۍ) له درې مياشتني ځنډ وروسته د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، په یوې خبري غونډه کې ددې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، په لومړنیو پایلو کې ښاغلي غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ګټلي دي او ښاغلي عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲ سلنه رایې ګتلي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي: “سره له دې چې د ثبات او همپالنې ټیم په اووه ولایتونو کې د بیا شمېرنې بهیر ته اجازه ورکړه، خو د ټاکنو کمېسیون د خلکو اعتراضونو ته پام ونه کړ، په ناقانونه ډول، د يو لوري په ګټه یې د پاکو او ناپاکو رایو له چاڼ پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.”

په اعلامیه کې ګواښ شوی چې ثبات او همپالنه پر درغلیو ولاړې رایې د دوی غوښتنو له رسېدو پرته نه مني.”

مربوطه مطالب

Back to top button