کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د ترکيې په “استانبول” ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي په تیرو ۹ میاشتو کې تر ۳۵۰ زیات افغان پناه غوښتونکي ترکیې ته په لاره مړه شوي دي.
په استانبول کې افغان قونسل “جنرال ذکریا بارکزی” رسنيو ته ويلي ياده شميره ټکان ورکوونکې ده.
بارکزی زیاتوي، دا مهال نيږدې ۳۰ زره افغان پناغوښتونکي په ترکیه کې دي چې د سختو ستونزو له امله خپل هېواد ته د ستنېدلو هيله لري.
په ورته مهال د کډوالو او بيرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند “سید عبدالباسط انصاري” په خپل ټويټر پيغام کې ويلي چې دوي په دوامداره توګه خلکو ته د غیرقانوني مهاجرتونو د خطراتو په اړه خبرداري ورکړي خو په وینا یې چې د ورته مهاجرتونو مخه نیول مشکل کار دي.