د ښه خوب لپاره نن ورځ انسان د مختلفو درملو څخه کار اخلي تر څو ښه خوب وکړي، ښه خوب په بدن مثبتې اغیزې شیندي، نه یوازې انسان بدن ورسره جوړ وي بلکې ذهني ارامتیا هم ورسره مل وي، د خوړو یو پوه او ماهر شخص هولی هوزبي د خوب په اړه ځینې خوراکونه یاد کړي چې خوراک سره به انسان ښه خوب کوي.
د میل انلاین د راپور سره سم د خوړو دغه ماهر وايي، زه د شپې لخوا ځینې داسې خوراکونه کوم چې زما د خوب سره ډیره ژوره اړیکه ده، مثلا زه د شپې لخوا چې شراب وڅښم یا خفګان وکړم نو زما خوب ډیر نارامه وي، چې دا روغتیا لپاره ډیر تاوان لري.
هوزبي وايي، پنیر، وربشي، کب، شیدې، هګۍ، ځمکني توت او ناک یا نشپاتۍ زموږ خوب ښه کوي خو سبزي او شنه سلاته زموږ خوب ناراحته کوي، یوه تازه څېړنه هم وايي، چې تر ټولو ناراحته خوب د سبزي خوړونکو ده، کله چې سهار پاڅیږي نو ډیر ناراحته وي، ټوله ورځ سست او ستړي وي.
تر ټولو ښه خوراک د شپې لخوا لبنیات دي لکه ماسته ،شیدې او پنیر.