ايرو ايشيا نشريه: د واشنګټن پوسټ اسنادو په افغانستان کې د امریکا ماتې ثابته کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۲، دوشنبه)

د ایرو ایشیا مشهورې نشريې په افغانستان کې د امريکا پر ماتې مطلب خپور کړی چې په وينا يې امریکا له لومړي سره په افغانستان کې ماتې وه.

په مطلب کې راغلي، چې د واشنګټن پوسټ اسنادو دا ټولې نړۍ ته روښانه او ثابته کړه چې امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

ایرو ایشيا لیکي، په افغانستان کې د امریکا د جګړې هدف نامعلوم و، خپل دوست او دښمن يې نه و پيژندلی چې له امله يې زرګونه امريکايي او افغان سرتيري، او دغه راز عام ملکي افغانان پکې ووژل شول.

د سرچينې به وينا، یوازې تېر کال په افغانستان کې د جګړو له کبله نږدې څه کم څلور زره ملکيان وژل شوي دي.

مطلب زياتوي، امريکايي چارواکو به د خپلې جګړې هدف القاعده، ترهګر او نشه يي توکي یادول خو حقيقت دا دی چې امريکا په افغانستان کې بې هدفه او نامعلومه خونړۍ جګړه روانه کړې ده.

په وروستيو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان جګړې په اړه اسناد خپاره کړه چې له بيلابيلو امريکايي او افغان پوځي او ملکي مامورينو او چارواکو سره پکې مرکې شوي او هغوی اعتراف کړی چې د افغان جګړې په اړه يې نړۍ او خپلو اولسونو ته درواغ ويلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button