د تېرو څو ورځو راهیسي فیسبوک او ټویټر غیر سیاسي او پروپاګند خپرولو د ۶ زرو څخه ډیر اکاونټونه بند کړل، ددې اکاونټونو تر څنګ يې ځینې پيجونه او ګروپونه هم بند کړي، تر ټولو زیات پیجونه يې په سعودي عربستان کې بند کړي چې تعداد يې ۵۹۲۹ ته رسیده.
په سعودي عربستان کې ۸۸ زره نور اکاونټونه پخوا بند شوي چې په منظم ډول به منفي پروپاګند کاوه، له دې نه علاوه په جورجیا کې ۳۹ فیسبوک اکاونټونه، ۳۵۰ پیجونه، ۱۳ ګروپونه او د انسټاګرام ۲۲ اکاونټونه دغو شرکتونو بند کړي.
د فیسبوک اداره وايي، چې ځینو پیجونو داسې خبرونه خپرول چې ټول جعلي ول او پروفایل به هم جعلي وه، ټویټر اداره بیا وايي، ځینو په سعودي کې د شاهي خاندان په نوم ټویټر اکاونټونه جوړ کړی ول چې بېرته به شاهي کورنۍ تنقید ګوته نیوله.
دټویټر اداره زیاتوي، دایران ۴۷۷۹ اکاونټونه مو بلاک کړل، خو فیسبوک بیا وايي، ایران کې مو ۸۰۰ پیجونه او ۳۶ اکاونټونه تړلي.