د شکايتونو د ثبتولو د بهير له پيل سره سم ثبات او همپالنې ټيم ۴۰۰۰ شکایات ثبت کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

نن دوشنبه (مرغومی ۲/ډسمبر ۲۳) د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رسما د ټاکنیزو شکایتونو د ثتبولو بهیر پیل کړ او د دې بهير له پيل سره سم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته څه باندې ۴ زره شکایتونه وروړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو مشرې ‘زهره بیان شینوارې ویلي، چې کمېسيون به يې شکایتونه په دقت، بې پرېتوب او رڼه توګه وارزي.

د کمېسيون په خیره د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته نيوکې درلودونکي نوماندان او د هغوی استازي کولای شي تر درې ورځو خپل شکایتونه ثبت کړي.

د يادونې وړ ده، چې د کارپوهانو په اند که چېرې د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون د شکايتونو له مخې د ځينو محلونو رایې باطلې اعلان کړي؛ نو ټاکنې دويم پړاو ته تللی شي او دا ځکه چې د اشرف غني د ګټلو رايو سلنه له ۵۰ لږ لوړه ده او د ډېرو لږو رايو په باطلېدو هم دا فصيدي رالوېدلی شي، چې بیا د قانون له مخې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

مربوطه مطالب

Back to top button