سوریه: د وروستیو جګړو له امله په زرګونو خلک بې ځایه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د سوریې په جنوب کې د سوریې ددولتي ځواکونو ځمکنيو او د روسیې هوايي بريدونه روان دي چې له امله یې په زرګونو کسانو خپل کورونه پریښې اود ترکیې د پولې په لور تښتېدلې دي.

د سوريې لپاره دملګرو ملتونو بشري مرستو د یو بنسټ (IHH) يو مشر “سلیم توسن” رسنيو سره په خبرو کې ويلي په تیره يوه اونۍ کې د سوریې په جنوبي برخو کې د سختو جګړو او هوايي بریدونو له ويري ۱۲۰ زره کسان له سيمې څخه تښتیدلي دي.

د نوموړي په خبره چې بنسټ يې هڅې کوي ترڅو بې ځایه شویو کورنیو ته د اوسیدنې ځایونه برابر کړي.

له بل لوري د سوريې حکومت هڅه کوي چې “ادلیب ولایت” یو ځل بیا تر خپل کنترول لاندې راولي.

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي چې هيواد يې د غو نويو کډوالو سره د مرستې توان نه لري او خبرداری يې ورکړ چې په سوریې کې د روانې جګړې د نه دریدو په صورت کې به اروپايي هیوادونه هم د دغه جګړې منفي اغیز احساس کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button