پنټاګون په کندز کې د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه معلومات خپاره کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۳، سه شنبه)
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په افغانستان کې د وروستي وژل شوي امريکايي پوځي په اړه معلومات خپاره کړي چې وړمه شپه د طالبانو په برید کې و وژل شو.
د امريکا دفاع وزارت پرون د یوه عسکر وژل تاييد کړي و چې په وینا يې په جګړه کې وژل شوی خو د هغه د شهرت په اړه يې ډير معلومات نه و خپاره کړي.
تازه د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان کې يې وژل شوی پوځي ميکل جي ګوبل نوميږي چې ۳۳ کاله عمر لري او د امریکا په ځانګړو ځواکونو کې استخباراتي افسر و.
پنټاګون وايي، چې نوموړي افسر په ډیری هېوادونو کې د امريکايي حکومت پوځي ماموريتونه ترسره کړي او د هغه د فعاليتونو ستاینه يې کړې.
د پنټاګون د معلوماتو پر بنسټ، د دغه امریکايي افسر له وژل کيدو سره په روان ۲۰۱۹م کې په افغانستان کې د وژل شويو امریکايي پوځيانو شمير شل تنو ته ورسيد.
طالب ویاند وړمه شپه په خپله ټويټر پاڼه د میکل جي ګوبل هغه کارت او په وينو لړلې پوځي دريشي انځورونه خپاره کړل چې د کندز، چهاردرې ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال پرې له چاودنې وروسته په سیمه کې پاتې شوي و.
طالبانو ويلي و چې په یاده سيمه کې ګډو ځواکونو غوښتل چاپه وکړي چې د دوی له خوا پرې چاودنه وشوه او د یوه امريکايي د وژل کيدو تر څنګ یو بل امريکايي او یو کوماندو عسکر ټپيان شول.



