امریکايي سناتور: د خاشقجي د قتل امر محمد بن سلمان ورکړی، سزا يې نورو ته ورکول کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۳، سه شنبه)
د سعودي عربستان يوې محکمې پرون دوشنبه د خوشحال خاشقجي پر وژنه تورن پنځو کسانو ته سزا واوروله چې پنځه تنه يې په اعدام او درې نورو ته يې د بند سزا اورول شوې ده.
خو یوه امریکايي سناتور برني سندرز وايي، چې د جمال خاشقجي اصلي قاتل وليعهد محمد بن سلمان دی چې د هغه په امر خاشقجي وژل شوی دی.
سندرز وايي، د امریکا استخباراتي معلوماتو هم په دغه قضيه کې د محمد بن سلمان لاس لرل تاييد کړي خو زياتوي د خلکو د خاموشولو او د يادې قضيې خپ کولو لپاره نورو کسانو ته سزا ورکول کيږي.
ليکوال او ژورنالیست جمال خاشقجي چې څه وخت يې د واشنګټن پوسټ لپاره خبریالي هم کړې د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له داخلیدو وروسته ووژل شو او جسد یې لا هم ورک دی.
خاشقجي به وخت ناوخت د سعودي پر حکومت نيوکې کولې او خپلو ليکنو کې به يې د سعودي چارواکو پر حکومتولۍ انتقادونه کول.



