کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
پاکستاني پوځ ویلي چې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې له امله یې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي، هندي پوځیانو په تېرو ۳۶ ساعتونو کې څو ځله پر وېشونکي پوله له اوربنده سرغړونه کړې ده چې په پایله کې یې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دی.
بلخوا د هندي پوځ ویاند راجېش کالیا ویلي، پاکستاني عسکرو په رامپور کې د هندي پوځیانو پوستې په نښه کړې دي او یو پوځي یې وژلی دی.
د هغه په خبره په ځوابي برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.
کشمیر کې پر وېشونکې پوله باندې وخت ناوخت د پاکستان او هند ترمنځ دا ډول پېښې کېږي چې دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي او د مرګ ژوبلې ادعاوې کوي.


















