کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
سعودي عربستان او کويټ د نفتو د استخراج يو بل تړون لاسليک کړی، دا خبره د کویټ د د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې کړې.
د اعلامیې له مخې، د دواړو هېوادونو استازو د کویټ د بهرنیو چارو په وزارت کې هغه تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمې په دوه نفت لرونکو سیمو کې د نفتو استخراج دی.
که څه هم په اعلامیه کې د نفتو د استخراج وخت، موده او کره سیمه نه ده په ګوته شوې؛ خو له دې وړاندې هم د سعودي او کويټ ترمنځ د نفتو د استخراج تړونونه شته.


















