راټولوونکی: څارنوال حشمت عبیدي
د کاپيسا نجراب کې د پښتون نسل وژنې\افغان وژنې او مسلمان وژنې ستر وحشي فرعوني جنایت!
دا 8 سپېڅلي شهيدان مه خښوئ︕
د سي آی اې او جفف اشرپک واکمن جففي او چنګېزي ځناورو او یرغلګرو پوځونو خو بيا زما د کاپيسا نجراب كې زما د 8 مظلومو او معصومو ملکي کسانو په وژلو سره زموږ او زموږ د خلكو ځېګرونه وڅېرل︕
ا دا د پښتون نسل وژنې\افغان وژنې ستر وحشي فوعوني جنایتونه په کلکو ټکو غندو
د افغان او امریکې او ناټو د یرغلګر په جنایت کوونکي پیلوټانو او پوځیانو او په دنپغ او پمپغ جفف اشرپک+اودلک او حکومت او جففي او چنګېزي ځناورو کوماندویانو یې د خدای ملایکو او بشریت تو نالت وایو ، محاکمه یې غواړو!
او د شهیدانو کورنیو ته عدالت او پور غواړو!
په دغه بریدونو کې 8 سپېڅلي ملکي خلک وژل شوي دي. 24-12-2019
د امريكې او ناټو یرغلګر پوځونه د پنجاب مرتد او فاشست پوځ، د پرديو استخباراتي شبكې٬ جنايت كوونكي٬ فرعونان٬ فاشستان (جفف)،
ملي اردو او پولیسو كې سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكي، به تر كله په هیواد كې د پښتون\افغان ځيګر لولپه كوي٬ دوی او د دوی د وسلو كمپنۍ به زموږ په وينو تجربې٬ زده كړې او ګټې كوي او موږ به برند برند ورته ګورو؟
دا سپېڅلي شهيدان مه خښوئ︕
که یې خښوئ هم بيا نو
راځې چې د دې شهیدانو لپاره نور تابوتونه جوړ کړو او د هر شهید انځور ورباندې ولګوو
د هر شهید لپاره دوه عریضې ولیکئ یوه سترې محکمې ته او بله د هیګ نړۍ والې جنایي محکمې ته او بیا لکه د ریښتیانۍ جنازې كاروان د کاپيسا نجراب څخه روان كړو ٬ د ارګ مخې ته٬ بيا د امريكې سفارت مخې ته٬ اسلام اباد٬ لاهور٬ كراچۍ٬ تهران٬ مكه ٬ مدينه ٬ انقره٬ روم٬ پاريس٬ برسل٬ لندن٬ برلين٬ نيويارك او واشنګټن ته يوسو او د دوی ولسونو ته يې ورښكاره كړو چې د دوی استخباراتي شبكو او د وسلو كمپنيو زموږ پښتنو باندې دا 46 كاله داسې جنايتونه روان كړي دي چې زموږ په ټولوژنه يا جينوسايد باندې اوښتي دي︕او د هر بل ستر وحشي فرعوني جنايت جنازې همداسې روانې وساتو
تر څو وجدان لرونکي بشریت ته هم د خپلې نسل وژنې درد او پراخوالی ورسوو، عاملین یې افشا او د ټول بشریت په مټ یې محاکمه کړو!
د افغان ولسي غورځنګ دریځ:
راځئ چې په ریښتیا او اېمان د پښتانه\افغان په وینه، ناموس او خاوره ننګ وکړو
د آمو نه تر اباسینه او د چتراله تر بولانه پورې د هر پښتانه\افغان\اپګان د هر قاتل، ناموس لوټونکي او د خاورې یرغلګر پر وړاندې په پښتو او اېمان ودرېږو
ویې غندو، محکوم یې کړو او محاکمه یې وغواړو او خپلو مظلومانو ته
پور او عدالت واخلو
او ډیورند ړنګ کړو
سکمپات او نلپل افشا او شنډ کړو
توپيري چلند په ښکاره منافقت ، سبوګپي، سبوچمي د فتنې ځېږول او ځان ښکار او اېشچي کېدو ته چمتو کول دي!
د نلپل\نوې لويې پلیتې لوبې فورمول چې د اسيا نيولو د شر ښامار چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو په وينو يې ستروي︕
پښتون د تاوتريخوالي قرباني كړه
بيا په عدالت كې تاواني كړه
په سکمپاتو يې سکمبس او وجدان يې زنداني كړه
يا يې جفف٬ مافيا٬ سياسي ملنګ او يا هم په واسكټ باندې مرګ ته هيجاني كړه
د پښتون په وينه د شر ښامار توغياني كړه
او ټوله اسيا د شر په ښامار توپاني كړه
وردګه چيغه به كړې د ژغورنې تر اخره
سکمپات شنډ او پښتون په غړمبهار ايمل خاني كړه
د افغان ژغورنې په لور!


















