کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
امریکایي ولسمشر ټرمپ په افغان جګړه کې ښکېلو عادي امریکايي عسکرو سره د افغانستان د جنګ او امنیت په اړه مجلسونه کړي دي.
ولسمشر ټرمپ امر کړی وو چي پدې غونډو کي به هیڅ امریکايي افسر برخه نه اخلي، بلکه دی به دخپل پوهاوي په پار عادي سرتیرو سره خبرې کوي.
له دې امریکايي عسکرو څخه یوې ډلې ټرمپ ته په زغرده ویلي دي چې ،«افغان جګړه نه ګټل کېږي او ناټو یوه ټوکه ده.
دې عسکرو زیاته کړې، هیڅوک نه پوهېږي چي څه کوي، د عسکرو روحیه بېخي کمزورې ده، دا جنګ بشپړ فساد او درغلي ده.»
بل امریکايي عسکر ټرمپ ته ویلي دي،«حکومتي مامورین درواغ درته وايي، هغوی بد او کرغېړن خلګ دي، دحقایقو د درک لپاره باید لا تحقیقات وکړي.»
د دې مجلسونو خبر داسې مهال رسنیز کیږي چې تیره میاشت واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ځینې داسې راپورونه ورکړل چې حکومتونه د دې جګړې په اړه درواغ وایي.
دې راپور ګڼ غبرګونونه راپارولي وو.
















