سمنګان: روی دوآب کې اربکي ملیشو د یو عالم په کور چاپه وهلې، کتابخانه یې ور سوځولې

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

راپورونه وایي، د سمنګان ولایت روی دوآب ولسوالۍ اړوند نوروزي سیمه کې اربکي ملیشو د دیني عالم مولوي صاحب صوفی ګلمراد په کور چاپه وهلې.

د سیمې اوسیدونکي وایي، د دې چاپې په ترڅ کې یادو ملېشو د نوموړي کور، سامان، او کتابخانې ته اور ورته کړی دی.

دوی زیاتوي، د اور له امله د قرآن کریم لسګونه نسخې او ګڼ شمېر دیني کتابونه سوځیدلې او د کور سامانونه یې له منځه تللي دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د سوځیدلي قرآني نسخو عکسونه خپاره کړي، اربکي ملیشې یې شریرې او قرآن عظیم الشان سره په دښمنۍ تورنې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button