کابل ټکی کام (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
بريتانوي چارواکي وایي چې په څلورو کښتیو کې یې ۴۹ هغه کډوال نيولي، چې بريتانيا ته يې د ننوتلو هڅه کوله.
د بريتانوي چارواکو په وينا چې نیول شویو کډوالو ورته ویلي چې له افغانستان، بنګله دېش او ایران څخه راغلي دي.
د بريتانيا د سرحدونو د چارو ادارې په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې ويلي چې ياد کډوال وروسته تر هغه ونیول شول چې هڅه یې کوله د “مانش کانال” له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته واوړي.
په ورته وخت کې فرانسوي چارواکي وایي چې په دوو نورو کښتیو کې یې ۱۴ کډوال نیولي دي او بېرته یې فرانسې ته لېږدولي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال له پیله تر اوسه نيږدې ۱۸۰۰ کډوال د ياد بندر له خوا بريتانيا ته اوښتې دي.