کابل ټکى کام (جمعه، ۶ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
راپورونه وایي، ناجیریا کې یو شمېر وسله والو د دې هېواد سانام ښار ته څېرمه پر هغه کاروان برید کړی دی چې انتخاباتي توکي یې لېږدول.
د اعلامیې له مخې په دې برید کې چې سپکې او درنې وسلې پکې کارېدلي دي؛ ۱۴ نظامیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو پر بنسټ، کله چې د انتخاباتي موادو لېږدونکي له یادې سیمې څخه د وتو په حال کې وو د درنو وسلو تر ګوزارونو لاندې راغلي دي او له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا په دې برید کې د ۱۴ سرتېرو وژل کېدو تر څنګ یو تن نادرکه شوی او دغه راز ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د دې خونړي برید پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.