دا چې لا له وړاندې د څو اسلامي هېوادونو د ويښو مشرانو له لوري په کواللمپور کې د يوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړل شوی ؤ، نو په دې اساس تقريباً اونۍ وړاندې د ټاکل شويو اسلامي هېوادونو مشرانو دغه غونډه په کوالامپور ښار کې ترتيب او تنظيم کړه چې دا دی دغه د اسلامي بیدارۍ تاریخي غونډه په څو مهمو پریکړو سره پرون پای ته ورسیده.
د غوندې ګډونوالو د اسلامي هیوادونو تر مینځ د ټکنالوژۍ په وده د شتمنو هیوادونو لخوا په غریبو هیوادونو کې په پانګونه او د اقتصادي او سیاسي کلابنديو ( محاصرو ) د سیاست په ردولو او خپلمنځي اقتصادي تبادلو باندې پرېکړه وکړه. په ياده غونډه کې تر ټولو مطرح هېوادونه قطر، ترکيه او ماليزيا وو، د دغو هېوادونو مشرانو په ياده غونډه کې زړه راښکونکې خبرې وکړې چې مهمې يې د پورتنۍ خبرو تر څنګ دا هم وې چې نور بايد اسلامي نړۍ د صليبيانو له اقتصادي او هر اړخيز انحصاره خلاصه شي او دغه شان بايد پنځه لوی طاقتونه د اسلامي هېوادونو برخليک ونه ټاکي، بلکې اسلامي ممالک بايد خپل برخليک په خپله وټاکي، او دا هم پکې وويل شول چې که غواړئ! امريکا زيانمنه کړئ! او له اقتصادي انحصاره يې ځانونه خلاص کړئ! نو خپل ټول بهرني او داخلي تجارتونه او هر څه په خپلو هېوادنيو اسعارو وکړئ! په ډالرو باندې بلکل سودا مه کوئ!
دا پر ېکړې که عملي شي، لکه چې ترکیه، مالیزیا او قطر تر دا مهاله ورته ژمن پاتې شوي، د امت لپاره په اسلامي ويښتابه کې غټه لاسته راوړنه ده.
دې پرېکړو او واقعیتونو ته په کتو سره باید د افغانستان ولس هم د چين او امریکا په څير مسلمانان وژونکو هیوادونو د تولیداتو په نه پیر او پلور سره او پرځای يې د هغو اسلامي هيوادونو یا غیر اسلامي هیوادونو تولیداتو پیر او پلور وکړي چې د افغانستان د تباهۍ لامل شوي نه دي او په جګړه کې شکيل ندي.
که څه هم دغه غونډه او کنفرانس يو نړيوال او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ حالت په کتو سره يو تاریخ او کمساری کنفرانس ؤ خو بيا هم کومې رسنۍ چې ځانونه د بيان د ازادۍ دعوداران بولي؛ دغې موضوع ته بلکل اهميت ورنه کړ او بلکل يې يو راپور هم پرې خپور نه کړ، چې د دغو رسنيو له جملې څخه بي بي سي، ازادۍ، اشنا راډيو، امریکا او نورې دي، نو د دې راپور په نه خپرولو سره دغو رسنيو لا خپله څېره مسلمانانو ته څرګنده کړه چې ګواکې دوی ته د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو ګټې مهمې نه دي بلکې د صليبي او کفري ټولنې ګټې ورته مهمې او مطرح دي او دوی به هغه څه خپروي کوم چې صليبي نړۍ ته خوښ وي، نه اسلامي نړۍ ته .
د دې خبر په پټولو پکار دي چې د غلامو راډيو ګانو ضمیرونه خجالت شي ؛ ځکه دوی ( امریکا غږ ډ بی بی سی او … ) دا راپور خپور نکړ.


















