اردوغان: ترکيه راتلونکې جنورۍ مياشت کې ليبيا ته ځواکونه ليږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي دي، چې هېواد يې د راتلونکي ميلادي کال جنورۍ میاشت کې د طرابلس په غوښتنه لیبیا ته خپل ځواکونه لېږي.

په دې اقدام وي سره ترکیي ځواکونه د خليفه حفتر په مشرۍ له روس پلوه ملېشو سره مخامخېدلی شي، چې په لیبیا کې په جنګ جګړو تورن دي.

پرون پنجشنبه (ډېسېمبر ۲۶مه) د ليبیا يو حکومتي چارواکي په طرابلس کې خبریالانو ته وویل چې د هوايي، ځمکني او بحري ځواکونو د مرستې لپاره يې له ترکیې څخه رسمي غوښتنه کړې ده.

له بله لوري روسیې ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې لیبیا ته د خپلو ځواکونو له لیږلو ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۱ م کال کې د ناټو په مرسته لاريون کوونکو ليبيا کې د معمر القذافي په مشرۍ حکومت رانسکور کړ، له هماغه وخته دا هيواد د کورنيو جګړو شاهد دی، چې له امله يې وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button