(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۷، شنبه)
په ځینو اسلامي هيوادونو کې د ايغور مسلمانانو سره د چين له خوا د ترسره کيدونکو ظلمونو پر خلاف اعتراضونه او مظاهرې شوي او د هغوی دغه کړنې يې غندلي دي.
په اندونيزيا، ماليزيا، فلسطين او المغرب کې اسلامي هيوادونو کې د مظاهرو پر مهال د چين پر خلاف شعارونه ورکول شوي او د حکومت له لوري پر ايغور مسلمانانو ترسره کيدونکي ظلمونه يې غندلي دي.
په اندونيزيا کې زرګونه کسانو د چين سفارت مخې ته لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې د ایغور مسلمانانو سره د يووالي اظهار وکړ، د چين حکومت يې ترهګر وباله او غوښتنه يې وکړه چې د ایغور مسلمانانو سره دې روان ظلم او وحشت ودروي.
دغه راز د مالیزيا په کوللامپور کې هم لاریون کوونکو د سارک هيوادونو له سازمانه غوښتنه کړې چې د چين حکومت له لوري د ايغور مسلمانانو سره د روان ظلم او د هغوی د بشري او ديني حقونو په اړه غږ بورته کړي.
همدارنګه پرون په فلسطين کې د مسجد اقصی امام شيخ یوسف ابو اسنينه د خطبې پر مهال د چين حکومت له خوا د ايغور مسلمانانو سره د روان ظلمونه غندلي، د ايغور مسلمانانو په ملاتړ مظاهره شوې..
له بله پلوه د المغرب هيواد د مسلمانو علماوو د نړيوال اتحاد مشر شیخ احمد الریسوني هم یوه مظاهرې ته د وينا پر مهال وويل، چې چين غواړي مسلمانان له دغه هيواده ورک کړي، پر هغوی ظلمونه کوي او په وحشت سره يې خپل دين پريښودلو ته اړ باسي.
نوموړي پر مسلمانو ټولنو، د بشري حقونو پر مدافعينو او ازاپالو غږ کړی چې د چين حکومت د روانو ظلمونه پر خلاف غږ پورته کړي او د هغې مخه ونيسي.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي چې چين په سنګيانګ ایالت کې لسګونه زره مسلمانان زندان ته ورته یوځای کې ساتلي، پر هغوی يې ۲۴ ساعته څارنه وي، ديني احکامو، لمونځ، روژې او نورو عبادونو ته يې نه پريږدي، دې ته اړ ايستل کېږي تر څو شراب او هغه حرام کارونه وکړي چې په اسلام کې نارواه دي.

















