طالبانو د یوه ځانګړي تکتيک په کارولو پوځي مرکز نيولي، ۲۶ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۷، شنبه)

طالبانو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو یو پوځي مرکز نيولی چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، د یاد مرکز د نيولو پر مهال طالبانو ځانګړی تکتیک کارولی او هغه داسې چې لومړی يې دغه مرکز ته د ځمکې لاندې تونل ايستلی او بيا يې چاودنه ورکړې.

د سرچينې په وينا، په چاودنه او بریدونو کې شاوخوا شل تنه عسکرو ته  مرګ ژوبله اوښتې او د یادې قرارګاه له پرسونل سره اړيکې پرې شوي دي.

طالب وياند هم په یاده ولسوالۍ کې د یوې پوځي قرارګاه د نيولو خبر ورکړی زياتوي په چرخکيانو مانده سیمه کې لومړی د ميوند قول اردو د دوهمې لوا پر کنډک  لومړی په ځمکه کې د تونل ايستنې په مرسته چاودنه شوې او وروسته پرې وسله وال بريدونه شوي.

د ښاغلي احمدي په وينا، په دغه بريدونو او چاودنه کې شپږويشت عسکر وژل شوي، د هغوی یوولس ميله وسلې طالبانو ته په لاس ورغلي او قرارګاه هم طالبانو نيولې ده.

تر اوسه د هلمند ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو د امنيې قوماندانۍ یوې سرچینې د طالبانو بريدونه تاييد کړي چې په وينا يې عسکرو ته يې تلفات اړولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button