(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۷، شنبه)
د روسيې د دفاع وزارت د (اونګارډ) په نامه د اتومي وسلې لېږدونکو توغنديو د پيلېدو خبر ورکړی چې په وينا يې چټکيا يې تر غږ څو برابره لوړه ده.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین ويلي، دغه توغندي چې تر غږ شل ځلې چټک مزل کوي، د اتومې وسلو د لېږد وړتيا لري او روسيه به ورسره د نورو هيوادونو په پرتله مخکې شي.
پوتين تيره اوونۍ ويلي و چې اونګارد نوی توغنديز سستم د اوسنيو او راتلونکو توغنديو سیستمونه ماتولی شي، هيڅ داسې هيواد شتون نه لري چې تر غږ څو برابره چټک توغندی ولري او یا تر لويو وچو تير او اتومې وسلې ولېږدولی شي.


















