(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۷، شنبه)
په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې سر له سبا يکشبې د مرغومې له ۸ نيټې څخه به عامو افغانانو ته د ويزې د ورکړې بهير بيا پيلوي.
شاوخوا دوه مياشتې مخکې د پاکستان سفارت د عامو افغانانو لپاره د ويزې ورکول بند کړي و او یوازې ناروغانو او عاجلو کسانو ته به يې ويزې ورکولې.
پاکستان سفارت هغه مهال ويلي و چې کابل کې يې د سفارت د کارکوونکو له موټرو سره د خلکو له خوا په قصدي ډول موټرسيکلونه جنګول کيږي او د تګ راتګ پر مهال ورته ستونزې جوړوي.
په وروستیو کې په کابل کې د پاکستان سفارت، او ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ له لوري عامو افغانانو ته د ويزو په ورکړه کې وخت ناوخت مشکلات پيښېږي چې کله ناکله د چارواکو له لوري د ويزو ورکول ځنډول کيږي.


















