(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۷، شنبه)
د کابل- هرات لويې لارې موټر چلوونکي وايي، چې پر دغه لاره ترې پرتې امنيتي پوستې په زوره پيسې اخلي او که وريې نه کړي نو له بې عزتۍ او وهلو ټکولو سره مخ کيږي.
د دغه لارې د لويو موټر چلوونکو د هرات- کابل لويه لاره د هرات اړوند په ميردادو سیمه کې د اعتراض توګه تړلې ده.
موټر چلوونکي ادعا کوي، چې د فراه مربوط د فراه رود سیمه څخه تر کابله پورې چې څومره امنیتي پوستې دي، په یوه او بله بهانه ترې پيسې اخلي.
دوی وايي، د امنیتي پوستو له لوري د پيسو اخيستلو او بې عزتيو تر پوځې راوستي ځکه يې پر اعتراض لاس پورې کړی.
موټر چلوونکي غوښتنه کوي چې چارواکي دې د پوليسو له خوا د خلکو بې عزتول او د پيسو اخيستل بند کړی.
دا لومړی ځل نه دی چې موټر چلوونکو د هرات- کابل پر لويه لاره د امنيتي پوستو له ناوړه چلند اعتراض کوي بلکې تر دې مخکې هم د هیواد په نورو ولايتونو کې، پر لویو لارو پرتو پوليسو او د اربکيانو له خوا خلک زورول شوي، شکنجه شوي او آن د پيسو د نه ورکړې له کبله وژل شوي هم دي، خو مسؤولینو يې پر وړاندې قانوني چارې نه دي ترسره کړي.


















