کابل ټکى کام (شنبه، ۷ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
آر ټي روسۍ رسنۍ په یو مطلب کې لیکلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قراردادیانو له لوري رامنځ ته شوي فساد طالبان پیاوړي کړل.
دا رسنۍ زیاتوي، په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو قراردادیانو د ځانونو د ساتلو لپاره طالبانو ته پیسې د رشوت په بڼه ورکولې او دې مسئلې نه یوازې طالبان بلکې نورې وسله والې ډلې هم پیاوړې کولې.
سرچینه کاږي طالبانو له دغه پیسو په استفادې بیا پر هغه کمپنیو هم بریدونه کول چې دوی ته یې پیسې نه ورکولې.
په مطلب کې راځي چې له همدې امله په افغانستان کې طالبان پیاوړي شول او د بهرنیانو پخپلو پیسو لسګونه بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوه چارواکي بیا دغه رسنۍ ته ویلي چې دغه ډول پېښې جنایت دی او ددوی له لوري به څېړل کېږي.
داپه داسې حال کې ده چې تیره میاشت واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم ۲۰۰ مخیز داسې اسناد افشا کړل چې ګنې امریکا خپل اولس ته درواغ ویلي، دافغانستان وضعیت تر هغه ډیر بدل دی چې حکومتي چارواکي یې په اړه خبر ورکوي.


















