لیکوال: م ‘حماس “انقیادي”
هغه وخت او ساعت به مې هیر نه شي اختر کې د یوه شهید طالب مورکۍ او بابا جان کورته د اختر مبارکي لپاره لاړم، خټین کور ؤ د انګړ دروازه مې په ارام و ډبوله د شهید طالب بوډۍ مورکۍ تر دروازې راغله غږ یې وکړ؟
چې څوک يې؟ ما ورته کړه مونږ یو د اختر مبارکي لپاره راغلي یو، بوډۍ مورکۍ په خوږه ژبه نرمه لهجه او په ورین تندي یې د خټین کور د انګړ دروازه خلاصه کړه،بوډۍ مورکۍ د دروازې له خلاصیدو سره سم یې زمونږ پر لور راوکتل او په ژړا شوه، فکر مې وکړ چې شهید طالب ځوی وریاد شو،
زه هم په ژړا شوم خو زړه مې سخت کړ په ژړغوني غږ مې له مورکۍ څخه و پوښتل: مورې! ولې ژاړې د اختر ورځ ده کیسه څه ده چې ژاړې؟
مور:
ځویه زما هم یو زلمکی طالب ځوی درلوده،خو یو وخت د شپې پر خواږه خوب ویده وو،ناڅاپه د وَره درز شو انګړ ته امریکایان او داخلي عسکر رادننه شول،
ځوی مې چې هغه وخت کشر ؤ؛ له خپل پلار سره یې د کور په انکړه کې زما او دتورسرو ماشومانو تر مخ بې رحمه او بې دریغه ووهل، زه او څنګ کې راسره پیغله لورکۍ په منډه د خپل خاوند او بچي د خلاصون هڅه وکړه، داخلي عسکرو پرینښؤ چې ورشو او نه مو تاب لره چې ورته کتلي مو وی،
خو نور وس مو نه ؤ بې دریغه مو ورته وژړل،
په انګړ کې د تور سرو او ماشومانو کریغې دي، زما په خاوند او ځوان ځوی امریکایايي عسکر لګیا دي، د کونداغ وارونه کوي، داخلي عسکر ورته ولاړ او تماشه یې کوي، ما د کمانډو یو عسکر ته وویل چې تاسې ورته ولاړ يئ! او انګریزان زما خاوند او بچی وهي؟
کمانډويي:
مورې انګریزان مونږ نه شو خفه کولای مېلمانه دي.
زړونه یې ښه یخ کړل، له هغه پس یې پرېښودل ، دکور شتمني يې راڅخه لوټ کړه، د انګړه دروازه یې ماته کړه او لاړل…..
د وخت په تیریدو سره ځوی مې زلمی شو، پر مخ یې ږیره راغله غسل یې وکړ پاک او صاف کالي یې واغوستل سر او ږیره یې غوړ او غومنز کړل سترګې یې تورې کړې، ځان یې په سنت طریقه برابر کړ، له هغه پس یې په ورین تندي راته کړه:
ګرانې مورې! که د ستا اجازه وي زه به له مجاهدینو وروڼو سره ملګری او ورشم؟
مور ولې ځویه؟
ځوی:
مورې بس دی نور مې وجدان او ضمیر اجازه نه راکوي چې پر کور او ستا تر څنګ او غېږ کې واؤسم، او زه د هغې شپې انتقام له دې غلامانو څخه اخلم په کومه شپه چې زه او پلار مې امریکایانو بې درېغه ووهلو داخلي سپي ورته ولاړ ، تا او د کور غړو راته ژړل، ځم چې د پلار د زخمونو او ستا د ژړا او اوښکو انتقام واخلم!
مور:
اجازه مې ورکړه، ځوی مې څادر په اوږه کړ او په خندا له کوره ووت، ما اسمان ته لپه پورته او د کايناتو مالک ته مې وسپاره.
څه وخت ژوندی ؤ، ډیر شدید جنګونه او ویاړمنې کارنامې یې وکړې، خو بالاخره په داسې حالت کې شهید شو چې له ځان څخه يې( ١٢ ) داخلي سپي مخکې او دی هم په تاروزي فاتحانه جنګ کې د شهادت ویاړ تر لاسه کړ.
انا لله وانا الیه راجعون!


















