الياس فاتح
د سرو وينو غوټۍ وموسکېدې ګل شوې
د خوښۍ ساندې په خوله د هر بلبل شوې
له وږمو شوې د ژوندون جزيرې ډکې
چې د سولې بهاري شيبې يې مل شوې
د نرګســـــو او سنبلو راج او باج دی
مـــــرۍ پرې د بدرنګيو په اجل شوې
د وطن د ازادۍ ورېښمينې زلــــفې
د طالب زخمي تندي باندې ول ول شوې
د لا لا په څېر يې زړونه سترګو داغ کړل
ځوانۍ سرې لکه غاټول يې په اوربل شوې
دا د مشـــکو قافــــلو لنـــــګر راوړی
او که وينې نـــذرانې بيا پر کابل شوې
په مزار دې شمعه اوښـــــکو سـره لاړه
د ګوګړ لېمې دې پاتې لمدې تل شوې
د فاتح د تخيـــــل شمعې خندا کړه
چې زينت د عاشقانو د محفل شوې


















