کندهار کې په لومړي ځل د شترمرغانو فارم جوړ شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
دراپورونو له مخې دافغانستان په کندهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره د “شتر مرغانو” فارم جوړ شو.
د کرنې، وزارت رسنيو ته په یوې ليږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياد فارم د خصوصي سکټور لخوا جوړ شوی او په دغه ولايت کي لومړنی فارم دی چې تر دې دمه ترې څه باندې ۶ زره شترمرغان پلورل شوي دي.
د وزارت په وينا کندهار ، کابل او ځينې نور ولایتونه د شترمرغانو د غوښې د پلور مهم بازارونه دي ډاکټران وايي د شترمرغانو غوښه د وسپنې د لرلو تر څنګ د وینې غوړيدو او لوړ فشار کنترول ته ډېره ګټه رسوي.
ديادونې وړ ده چې شترمرغ یو افریقایي مرغه دی چې په یوه ساعت کې د ۷۰ کیلومتره سفر کولو وړتیا لري.



