راهول ګاندي: د دین په اساس تابعیت ورکول په قانون او تاریخ یرغل دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
په داسې حال کې په هند کي په زرګونو اعتراض کوونکو یو ځل بیا د دین په اساس د تابعیت ورکولو د نوي ناندريز قانون په وړاندي لاريونونه پيل کړي
د هند د “حکومت سیاسي مخالف” کانگرس ګوند مشر راهول ګاندي د دین په اساس د تابعیت ورکولو نوی قانون د هیواد په تاریخ او فرهنګ باندي یرغل وگاڼه.
ګاندي زياتوي چي د لومړي وزير “نریندرا مودي” په مشرۍ د ملتپاله حکومت دغه قانون د هند په سیکولر اساسي قانون باندي برید ده.
د ياد قانون له مخي پرته له مسلمانانو څخه نورو کډوالو ته چي د ٢٠١٥م کال څخه مخکي له افغانستان، پاکستان او بنگلهدیش څخه هند ته ورغلي دي د هند تابعیت ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده چې د دغه ناندريز قانون په وړاندې لاريونونو کې چي د دسمبر د میاشتي له لومړی نیټې څخه پیل شوي تر اوسه ٢٥ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان او نيول شي دي.



