کابل ټکى کام (یکشنبه، ۸ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
دبشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په کاپیسا ولایت کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي وګړي وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، تېره اوونۍ د ځانګړې قطعې او نړيوال ايتلاف هوايي ځواکونو په همکارۍ، د مخالفينو د ځپلو په موخه نجراب ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي چې له امله یې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یاد کمیسیون له کورنیو ګډو ځواکونو په کلکه غوښتنه کړې ده چې په خپلو نظامي عملياتو کې د مسوولانه دقت ترڅنګ د نړیوالو بشردوستانه حقونو اصول مراعات کړي څو ملکي خلکو ته د زیان او مرګ ژوبلې له اوښتو مخنیوی وشي.
دا عملیات تیره اوونۍ تر سره شوي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې پیښې د قربانیانو عکسونو توند غبرګونونه راپارولي وو؛ خو ګډو ځواکونو لاهم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
















