ايران د استراليا غوښتنه ردکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

ايران د استراليا هغه غوښتنه رد کړه، چې د دغه هيواد څېړونکې ميرمن کايلي مورګيلبرت دې له زندانه خوشې کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، عباس موسوي، د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۸مه) خبريالانو ته وويل: “دغه استراليايي ميرمن به د بل هر هغه محکوم په څېر خپله د محکوميت دوره د ټولو قانوني حقونو په رڼا کې تيروي.”

ايران دغه استراليايي څيړونکې د جاسوسۍ او ايران د ملي امنيت خطر کې اچولو په جرم په لس کاله بند محکوم کړې ده. هغې اوس د نه خوړلو پراعتصاب لاس پورې کړی دی.

د اسلام پيژندنې په برخه کې د مطالعاتو څيړونکې، اسټرالیايی کايلي مور ګيلبرت او د اسټراليا حکومت د ايران له لوري لګول شوي دغه تورونه ردوي.

کايلي مور ګيلبرت يوه وتلې د منځنی ختيځ پيژندونکې ده. هغه له نهو مياشتو راپدېخوا په ايران کې د جاسوسۍ په جرم پر لس کاله بند باندې محکومه شوې، چې اوس د دغه هيواد په يوه مشهور زندان’ اوين’ کې د بند شپې ورځې تېروي.

د استراليا خارجه وزيرې، ماريس پین، د مورګيلبرت د برخليک په اړه انديښنه ښکاره کړې وه او د ايران له حکومته يې غوښتي و، چې مېرمن مورګيلبرت دې له زندانه خوشې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button