(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)
د راپورونو له مخې، د بغلان ولايت په پلخمري او مرکزي بغلان ولسواليو کې څلويښت تنه پوليس او عسکر طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه طالبانو سره د یادو عسکرو د یوځای کيدو خبر ورکړی دی.
نوموړی زياتوي: (د بغلان ولایت پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۴۰ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل).
د مجاهد په وينا، د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسيون مسؤولينو د تسليم شويو عسکرو هرکلی کړی، هغوی ته يې د آرام ژوند ډاډ ورکړ او په وينا يې خپل عادي ژوند ته يې وربللي دي.
طالبانو د د دولتي منسوبينو لپاره د دعوت او ارشاد په نوم ځانګړی کمېسيون جوړ کړی چې وخت ناوخت ورته دولتي نظامي چارواکي، عسکر، پوليس او اربکيان تسلميږي.


















