(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)
د بلخ ولايت په کشندي او د جوزجان په حيدر اباد سيمه کې د طالبانو بریدونو کې لسګونه عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو دغه بريدونه تيره شپه د کشندي اړوند په پائين ناقلينو سيمه کې د دولتي ځواکونو په پوځي قطار ترسره کړي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ويلي، په دغه بريد کې د دوو قومندانانو په شمول اتلس عسکر وژل شوي او د قومندان نجیب په ګډون څلورويشت تنه نور ټپيان دي.
خبرياڼه زياتوي، د برید په ترڅ کې د دولتي ځواکونو اووه ټانګونه او رينجر موټر ویجاړ شوي او دغه راز په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
دغه راز په یوه جلا خبر کې ويل شوي چې طالبانو تيره شپه د جوزجان فيض اباد ولسوالۍ مربوط په حيدر اباد سيمه کې پر پوځي قرارګاه برید کې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکي، په دغه بريد کې پنځلس عسکر – پوليس او اربکيان وژل شوي، د هغوی ديارلس ميله وسلې او مهمات طالبانو نيولي دي.
د جوزجان د والي وياند معروف اذر د طالبانو بريد تاييدوي په وينا يې دغه بريد کې څلور عسکر وژل شوي، پنځه تنه ټپيان او دوه تنه نور لادرکه دي.
هغه وايي، په متقابلو ډزو کې طالبانو ته هم مرګ زوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.


















