(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۹، دوشنبه)
د غزني په ګيرو ولسوالۍو کې د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ګيرو ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، تيره شپه ګډو ځواکونو د عبدالاحد کلي کې عمليات کړي، د خلکو د کورونو دروازې يې ماتې کړي، خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
دوی وايي، د عملياتي عسکرو په ډزو د (ولي خان، ولي محمد، سعد ملوک او غلام قادر) په نومونو څلور تنه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.


















