کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د امریکامتحده ایالاتو ‘تکزاس’ ایالت کې يو وسلوال په یوه کلیسا کې دوه تنه په ډزو وژلي دي.
سیمه ییزو چارواکي ویلي، دا پېښه پرون غرمه هغه مهال رامنځ ته شو، چې د ياد ایالت يوه کلیسا کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه. د چارواکو په خبره، له برید وروسته بریدګر د کلیسا ساتونکو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې امريکا د ډېرو وسله والو بریدونو شاهده ده، چې امریکایان یې سخت اندېښمن کړي دي.