ایران: د زکام له امله د مړو شمیره ۱۱۰ تنو ته لوړه شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د ایران د روغتیا وزير “حسین عرفانیان” خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې د زکام د ناروغۍ له امله په تیره یوه اوونۍ کې ۴ تنو نورو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی چې په دې توګه د سپټمبر د میاشتې راهیسې د مړو شمیره ۱۱۰ تنو ته رسیدلې ده .

د ايران د دولتي خبري آژانس “ایرنا”دخبر له مخې چې په تیره یوه اوونۍ کې ۲۳۸۸ تنو د تنفسي ناروغیو له امله روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

همداشان په دې وروستیو کې د ياد هیواد د ګلستان، کرمان، اهوازم ، مازنداران او ځینو نورو ښارونو کې د خوږ د والګي‌ په نوم وژونکې ناروغي هم خپره شوې ده .

مربوطه مطالب

Back to top button