طالبان: د امریکايي او ګډو دولتي ځواکونو په ډزو او هوايي بریدونو کې تير کال ۵۱۵۲ ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۱، چهارشنبه)

طالبانو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې او تلفاتو اړوند کلنی راپور نشر کړ چې له مخې يې، د دغه تلفاتو څلورنوي سلنه مرګ ژوبله امریکايي او ګډو دولتي ځواکونو ته منسوب شوې ده.

دغه راپور چې د طالبانو د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېسيون له خوا خپور شوی او تير ۲۰۱۹م کال يې د ملکي هيوادوالو لپاره له ننګونو ډک، خونړی او د ظلم او وحشت کال بللی دی.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي کمېسيون د افغانستان په ټولو ولايتونو کې نمايندګان لري چې په وينا يې دغه راپور يې هم د ولايتي نمايندګانو، آزادو منابعو، قومي مشرانو او عامو خلکو له معلوماتو او همکاريو برابر کړی چې په وينا يې ۲۲۹۱ د مرګ ژوبلې بوږنوونکې پېښې يې ثبت کړي دي.

راپور کې راغلي، چې د یادو پېښو له جملې څخه يې ۲۰۷۹ پيښې د امريکايي ځواکونو او د دوی پورې تړليو ګډو دولتي ځواکونو له خوا رامنځته شوي او پاتې نورې د داعش، ترافيکي پيښو او خپلمنځي شخړو له کبله دي.

د ملکي تلفاتو په يادو پېښو کې ټولټال (۸۷۰۷) تنو هيواد والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې څخه (۵۴۲۳) تنه يې شهیدان او (۳۲۸۴) يې ټپيان شوي دي.

راپور زیاتوي، په پورتنيو پيښو کې په ټوليزه توګه (۱۳۰۷) تنه ملکيان، له وحشت څخه ډکو شپنيو چاپو کې د امريکايانو او هغوی پورې مربوطو ځواکونو لخوا بندیان شوي دي.

او دغه راز  (۵۴۲۳) شهيدانو کې  (۵۱۵۲) تنه د امريکايانو اوهغوی پورې تړلو داخلي عسکرو، پولیسو او اربکیانو لخوا په مخامخ ډزو، هوايي بریدونو او شپنيو چاپو کې شهیدان شوي چې د ټولو وژل شويو (۹۴%) سلنه جوړوي او پاتې شپږ سلنه ملکي مرګ ژوبله په خپلمني شخړو، ترافیکو پيښو او داعش اړوند خونړيو پيښو کې رامنځته شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په تير ۲۰۱۹م کال کې ۳۲۸۲ ملکيان ټپيان شوي چې ۲۸۵۰ د بهرنيانو او د دولتي ځواکونو له خوا او پاتې نور يې په ترافیکي پيښو، خپلمنځي شخړو او داعش ته منسوب شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د تير کال د ګډو ځواکونو په عملیاتو، چاپو او بمباريو کې ۱۰۲ مسجدونه، ۲۰ کلينيکونه او روغتيايي مرکزونه، ۱۶۵۰ د عامو خلکو کورونه، سلګونه دوکانونه، مدرسې، د خلکو دروازې، موټران او عامه ځايونه بمبار، انفجار او سوځول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button