ناټو: په تير ۲۰۱۹م کال کې افغانستان کې ۲۳ بهرني پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۱، چهارشنبه)

په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونه وايي، چې په تير ۲۰۱۹م کال کې په دغه هيواد کې ټولټال ۲۳ بهرني پوځيان وژل شوي چې زياته برخه يې امريکايان دي.

د ناټو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې دغه پوځيان د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د جګړو او امنيتي پيښو پر مهال وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه وژل شويو پوځيانو کې ۲۰ تنه يې امریکايي او درې نور يې د نورو هيوادونو دي چې هويت يې نه دی په ډاګه شوی.

ناټو د ټپي شويو بهرنيو عسکرو په اړه معلومات نه دي خپره کړي.

خو یوې بلې ويپاڼې چې وخت ناوخت په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تلفاتو شميرې خپروي وايي، په تير ۲۰۱۹م کال کې ټولټال شپږويشت بهرني پوځيان وژل شوي او درويشت نور ټپيان شوي دي.

د امریکايي ځواکونو د خپرو کړيو معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې نوولس بهرنيان وژل شوي و چې څوارلس پکې یوازې امریکايي پوځيان و.

امريکايي او نورو بهرنيو عسکرو ته په افغانستان کې په شپنيو عملياتو، وسله والو بريدونو، چاودنو او توغنديزو بريدونو پر مهال زياته مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې تر ډيره حده نه رسنيز کوي.

که څه هم هر کال په افغانستان کې سلګونه بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوړي خو د تيرو اتلس کلونو په موده کې امریکايي ځواکونو یوازې ۲۰۱۰م کال تر ټولو خونړی بللی و. ټولټال د ۷۱۰ بهرنيو پوځيانو د وژل کيدو شميرې يې خپرې کړې وې چې ۴۹۸ امریکايي، ۱۰۳ بريتانوي او پاتې نور د نورو هيوادونو عسکر و.

مربوطه مطالب

Back to top button