ولايتي شورا: که د سرپل وضعيت ته پام ونه شي، ښايي د طالبانو لاسته ولويږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۱، چهارشنبه)
د سرپل ولايتي شورا وايي، که د دغه ولايت وضعيت ته پام ونه شي ممکن د طالبانو له خوا سقوط شي.
د ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني پرون ناوخته یوې خبري غونډې ته وويل، که حکومت په دغه ولايت کې د طالبانو پر شاه کولو عمليات ونه کړي نو ښايي دغه ولايت د طالبانو لاسته وغورځي.
نوموړی وايي، د سوزمه قلعه، سانچارک، ګوسفندي، کوهستاناتو او صياد ولسواليو سقوط به د دغه ولايت مرکز سقوط ته لاره هواره کړي.
رحماني وايي، د کوهستانات ولسوالۍ تر سقوط وروسته چې شپږ کاله يې پوره شول، اوس طالبانو خپل فعالیتونه د یادو پنځو ولسواليو مرکزي سيمو ته غځولي دي.



