ټولنيز اداب.!

راليږونکی: مولوي شرفت الدين “منګل”
1- د لاس وریژې بېرته په کاسه کې مه اچوه!
2- د خوراک وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گروئ !
3- د دسترخوان پر سر مه گرځئ !
4- د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ.!
5- له چا د سپینو/ توی شویو ويښتانو په اړه پوښتنه مه کوئ.!
6- له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ !
7- که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه.!
8- ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د ډوډۍ پېسې ورکړي.!
9- پر سړک، بازار، موټر، دفتر او روغتون کې په لوړ اواز په تلیفون کې مهٔ غږېږئ !
10- کله چې لهٔ ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي !
11- که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړ، مننه ترې وکړئ!
12- کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه!
13- داسې عطر مهٔ استعمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي!
14- چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مهٔ گرځه!
15- که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړهٔ مه تشوه!
16- کله چې له چا سره ستړي مه شي کوې، خپلې تورې عېنکې مو لهٔ سترگو لیرې کړئ!
17- هر وخت گیلي مه کوه!
18- یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه!
19- چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه!
20- یؤ مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه!
21- هر وخت ځان خفه او غصه مه ښیه!
#يو_څو_نور_اداب_هم_زياتوم
22.-د خلکو په مخکې پوزه کې ګوتې مه وهى!
23.-د خلکو مخکې پوزه مه سوڼ کوى!
24.-څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس همغالته وچ کړئ د خلکو په مخکې پرتوګاښ مه تړى!
25.-د ډوډي خوړلو په وخت کى د چا مخې ته لاس مه وهئ !
26.- پر لاره د تګ پرمهال مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړئ!
27.-د معذرو اشخاصو پوره خيال ساتئ!
28.-د بې وسه او ناچار مخکې د خپلو پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ!
29.-په سلام کې تر هرچا ړومبيتوب کوئ، که څه هم مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کى ټيټ وي!
30.-يوکس که ويده وي په زوره خبرى مه کوئ!
31.-څه وخت چې د سفر نه ستنيږى مخ ولاس او پښې مو پريمنځي!
32.-کوښښ کوئ چې غسل زر زر وکړئ کله کله دبدن نه د خولوبوى ځي!
33.-د ډوډۍ خوړلو وخت کې د بل چا حق مه تلفوئ، چې هرڅه تاسى وخورئ!
34.-په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ، يعنې پټې خبرې مه کوئ!
35:- چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږې.



