(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۲، پنجشنبه)
وروسته له هغې چې د عراق په پلازمينه بغداد کې د حزب الله شيعه ډلې ملاتړو د امريکا سفارت ځينې برخې وسوځولې، دغه سفارت خپل فعاليتونه ځنډولي دي.
د امریکا سفارت پرون ناوخته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د امنيتي انديښنو زياتيدا له کبله يې په سفارت کې کنسولي خدمات او فعاليتونه تر امر ثاني پورې ځنډولي دي.
دغه راز په اعلاميه کې له امریکايي اتباعو غوښتنه شوې چې یاد سفارت ته نږدې نه شي.
تيره اوونۍ امريکا د عراق په انبار ايالت کې د شيعه مليشې حزب الله ډلې اړوند ځينې مرکزونه بمبار کړل چې په ترڅ کې يې نږدې ديرش مليشه ځواکونه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
امريکا وايي، دغه برید يې د هغه توغنديزو بريدونو ځواب کې کړی و چې پکې یو امريکايي قراردادي ووژل شو او څو نور ټپيان شول.
د حزب الله شيعه ډله په ايران کې فعاليت کوي چې د ايران د سفاه پاسداران ډله يې ملاتړ کوي او امریکا د دغه بريدونو او سفارت د سوځولو تور پر ايران پورې کړی دی.
له یادو شخړو وروسته ډونالډ ټرمپ ايران ته اخطار ورکړی ويلي چې لومړی خو دی د جګړې غوښتونکی نه دی خو که وشي نو ډير ژر به د ايران کار ورخلاص کړي.
له بله پلوه د ايران روحاني مشر ايت الله علي خامنايي د امریکايي بريدونو غندنه کړې زياتوي چې هيواد يې تيار دی تر څو د ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته ځواب ورکړي.


















